انصار: (د مرغوی دویمه) په قطر کې د طالبانو حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د یاد هېواد لپاره د چین له شارژدافیر سره کتلي دي
نوموړي پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې یې پر دوه اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې د چین هېواد پانګونې، بشري مرستو، د کوکنارو پر کښت د بندیز، د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې او ځینو نورو موضوعاتو بحث او خبرې کړې.
نوموړي د یادې لیدنې په اړه زیات جزیات نه دي خپاره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، چین په افغانستان کې خپله پانګونه زیاته کړې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29162